فراه ښار (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت درې سړکونه قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد وویل چې د ولایت مقام چوک سړک، د قوماندانۍ سړک او د سید میر عجب آغا سړکونه جوړ او قیر شول.
هغه وايي، دغه سړکونه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی او شاوخوا ۲۰ پلنوالی لري چې پر جوړولو یې د ښاروالۍ له بودجې څخه ۲۸،۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه سړکونه ګلدان، پلې لارې او د شپې له مخې د روښانه کولو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم لري.
دغه راز، د فراه ښار د لومړۍ ناحیې یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وویل چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره تر ډېره په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.
ده ټینګار وکړ چې د ښار د ښکلا او پاکوالي لپاره باید ورته نورې پروژې هم پلې شي.
د یادونې ده، د یاد سړکونو د جوړولو چارې څلور میاشتې مخکې پيل شوې او نن پای ته ورسېدې.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP