کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۰ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۵،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کمپاین نن پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او کندوز کې ترسره کېږي.
خبرپاڼه کاږي، دغه کمپاین کې به شاوخوا ۵،۳ میلیون ماشومان واکسین شي او همدا کمپاین به یوازې په هرات ولایت کې د روانې نوامبر میاشتې له ۳۰مې د ډسامبر میاشتې تر دویمې پورې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP