Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې «د افغانستان ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې کنفرانس پيل شو

کندهار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل پوهنتون له لوري د کندهار د کرنیزو علومو ملي پوهنتون کې نن «د افغانستان ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنی نړۍوال کنفرانس پيل شو چې درې ورځې به دوام ولري.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان، بنګله‌دېش، ترکيې، ټایلنډ، هند، قطر، مصر، نایجریا، کاناډا او ایران د کرنې کارپوهانو او صنعت‌کارانو ترڅنګ د اسلامي امارت د کابینې ګڼ شمېر غړو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې ویناوال د کرنې سکټور د پراختیا او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه خپلې علمي مقالې او حل‌لارې وړاندې کړي.

دا غونډه د کورنیو او نړۍوالو متخصصینو ترمنځ د نظرونو تبادلې او د کرنې پراختیا او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د اغېزناکو حل‌لارو وړاندې کولو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.