کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په یحییخېلو ولسوالۍ کې یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د پکتيکا ولايت د يحییخېلو ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې لیکلي، ابتدائيه محکمې ياد مجرم په شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۱ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP