میمنه (پژواک، ۵ لیندۍ ۱۴۰۳): د فاریاب د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ «تګاب هیرک» لېسې ته وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه خیریه بنسټ له لوري او د خلکو په مرسته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ودانۍ شپږ درسي او اداري څانګې او تحویلخونه لري او د یوه خیریه بنسټ له لوري او د سیمې د خلکو په مرسته د دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
جواد زیاته کړه، د تګاب هیرک د هلکانو لېسه شاوخوا ۷۰۰ زدهکوونکي لري چې تر خېمو او ونو لاندې یې زدهکړې کولې او له دې ودانۍ سره یې د درسي ټولګیو د کمښت ستونزه حل شوه.
د قیس ارغندیوال خیریه بنسټ استازی نقیبالله طاهري وايي، ځايي خلکو د تګاب هیرک لېسې د ودانۍ جوړولو پروژه کې د کارګرو برخه کې د ۳۰۰ زره افغانیو ونډه اخیستې ده.
د یادې لېسې مدیر نجیبالله وویل، دا لېسه په ۱۳۶۳ کې تاسیس شوې خو تر اوسه یې ودانۍ نه درلوده او زدهکوونکي یې د خلکو په کورونو او تر ونو او خېمو لاندې زدهکړې کولې.
نوموړي زیاته کړه: «د څلوېښت کلونو په اوږدو کې اان د اسنادو، حاضریو او ترقيتعلیمونو ساتلو لپاره هم یوه شعبه نه وه، هره ورځ به مو د رسمیاتو له ختمېدو وروسته اسناد کور ته وړل او سهار به مو بېرته راوړل. دغهراز زدهکوونکو به په اوړي کې د ګرمۍ او مني کې د یخنۍ له امله له زدهکړو سره چندان لېوالتیا نه درلوده.»
هغه وايي، د ودانۍ په جوړېدو یوه برخه ستونزې حل شوې خو لا هم احاطوي دیوال، د اوبو څاه، درسي توکو، مېز او څوکیو ته اړتیا ده.
ورته مهال، د یادې لېسې زدهکوونکي د ښوونځي د ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګندوي او د فاریاب د پوهنې له وزارته غواړي چې د ښوونکو، کتابونو، مېزونو او چوکیو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د تګاب هیرک لېسې د نهم ټولګي زدهکوونکی احمد جاوېد وايي، له یوې خوا د اوړي سوځوونکی لمر او د ژمي واوره او باران او له بلې خوا د ښوونکو کموالی د دې لامل شوي وو چې درس ونه شي ویلای.
نوموړی د فاریاب د پوهنې له ریاسته وغوښتل چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP