کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د ساحلي فوټبال غورهلیګ سیالیو په لړ کې نن امید افغان لوبډلې همدرد ځوانانو ته او رامکي لوبډلې بیا د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال فدراسیون ویلي چې د افغانستان د ساحلي فوټبال غورهلیګ سیالیو په دوام نن دوه لوبې ترسره شوې چې لومړۍ لوبه د «امید افغان» او «همدرد ځوانانو» لوبډلو ترمنځ، دویمه لوبه بیا د «رامکي» او «داوودزي ځوانانو» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د امید افغان لوبډلې د همدرد ځوانانو لوبډلې ته ۵ پر ۳ ګولونو ماتې ورکړه.
سرچینې ویلي چې د یادو سیالیو په دویمه لوبه کې رامکي لوبډلې د داوودزي ځوانانو لوبډلې ته ۱۵ پر ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
د یادونې ده، د افغانستان د ساحلي فوټبال غورهلیګ سیالۍ شاوخوا له یوې اونۍ راهیسې د اتو لوبډلو ترمنځ په کابل کې روانې دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP