کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې چین د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو چارو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له چین سره د افغانستان اسلاميامارت اړیکې مثبتې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ بللې دي.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د چین ځانګړي استازي د دواړو هېوادونه ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي وو او د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ترانزیټ یې خبرې کړې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP