پلعلم (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر ولایت امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ له «کډوالو ښارګوټي» څخه تښتولی شوی کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ظفرخان په نوم یو کس چې د خوست ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د خوښۍ ولسوالۍ په «کډوالو ښارګوټي» کې د خپل ملګرو کور کې مېلمه و، د شپې یولس بجې د ناپېژانده کسانو له لوري له کور څخه رایستل شوی او لرې سیمې ته بېول شوی و.
نوموړي زیاته کړه، یاد کس د خوښۍ ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له لوري د شپې دوه بجې بېرته ازاد شوی او انسانتښتوونکي چې شمېر یې څلور کسان وو، په تېښته بریالي شوي دي.
انس زیاته کړه، پېښه جنایي ده او د لوګر ولایت امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او قانون ته یې وسپاري.
باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ پولیسو یو ۱۳ کلن ماشوم د انسانتښتوونکو له منګلو ازاد کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP