Language

فراه کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو حلال‌ځای جوړ شو

فراه (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): فراه کې د یوه پانګه‌وال لخوا د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د چرګانو حلال‌ځای جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه حلال‌ځای مسوول عبدالغنی ابراهیمی وایې چې دا پانګونه یې هیوادوالو ته د چرګانو د تازه او باکیفیته غوښې رسولو په موخه کړې.

هغه زیاته کړه، مخکې به له ګاونډیو هیوادونو دلته د چرګانو غوښې را واریدېدلې خو په وینا یې له دې وروسته به د فراه ګاونډي ولایتونو ته هم د چرګانو غوښه رسوي.

هغه وایې: «د شپږ لکه دالره پانګونه مې کړې ده د چرګانو حلالولو ترڅنګ چرګان بسته بندي کېږي او د هرې برخي جدا جدا غوښه هم پلوري.»

ابراهیمي له حکومته غواړي چې د بازارموندنې او برېښنا برخو له سوداګرو سره مرسته وکړي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمس‌الحق اجمل د یاد سوداګر کار ستایي او وایې چې تولو سوداګرو ته د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې دي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه کشتارګاه یا حلال‌ځای کې د ورځي لس زره چرګان حلالېږي او له معیاري بسته بندی وروسته یې بازار ته وړاندي کوي.

د هغه په خبره، اوسمهال ۴۰ تر ۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول دغه کشتارګاه کې  د کار زمینه برابره شوې ده چې په راتلونکی کې به دا شمېر لا ډیر شي.

د فراه ولایت یو اوسیدونکی حامد وایې، خوښ دی چې په خپل ولایت کې تازه غوښه ترلاسه کوي.

نوموړی زیاتوی، پخوا به له نورو ځایونو څخه زړې غوښې راتلې له دې وروسته به تازه غوښه ترلاسه کوي.