کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره د مخې ښې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په کابل کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي نن د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره تودیعې لیدنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دې لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په خبره، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر هڅې په خپل ماموریت کې ستایلي او ویلي یې دي چې دغه وزارت چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو کې کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دغه وزارت مخکنی قونسلي مرستیال علیرضا بیګدلي د حسن کاظمي قمي پرځای په کابل کې د ایران د سفیر په توګه ټاکلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP