Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان بورکې ولسوالۍ کې ۵۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول

پلخمري (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د بغلان د بورکې ولسوالۍ فلول کلي ۵۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د یو شمېر سوداګرو په شخصي لګښت نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول .

د بغلان ولایت بورکې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې سختو سېلابونو لګسونه کورنۍ بې‌کوره او د دوی مېنې یې ویجاړې کړې چې اوس د یو شمېر ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو له لوري ورته د کورونو جوړولو لړۍ پيل شوې ده.

تازه د یادې ولسوالۍ په فلول کلي ۵۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د سوداګرو په شخصي لګښت نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول .

د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي دبیر په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د بغلان ولایت د جرخشک زمان‌خېلو قوم د سوداګرو او قومي مشرانو په مالي لګښت د یاد کلي سېلاځپلو لپاره ۵۵ کورونه جوړ او رسماً ورته تسلیم شول.

ورته مهال، یوه ملي سوداګر مولوي شمس‌الدین چې د یادو کورونو په جوړولو کې یې ونډه لرله وویل، په یاد شمېر کورونو څه باندې دېرش میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه وویل: «هرې کورنۍ ته په اساسي شکل دوه خونې، یو دهلیز، تشناب، پخلنځی او یو حمام جوړ شوي دي.»

په همدې حال کې هغه کورنۍ چې نوي جوړ شوي کورونه ورته سپارل شوي، خوشاله دي او له مرسته‌کوونکو څخه یې مننه کوي او زیاتوي چې دې ولسوالۍ کې له نورو سېلاځپلو کورنیو سره هم باید دغه ډول مرستې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.