Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌اباد کې لاریونونو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریونونو او د حکومت له خوا په بېلابېلو برخو کې محدویتونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

له تېرو درېيو ورځو راهیسې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو او د تحریک انصاف ګوند غړو له زندانه د عمران خوشي کېدو لپاره لاریونونه پیل کړي دي؛ په دې موده کې د نوموړي د پلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې چې ترڅ کې یې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له همدې مودې راهیسې په اسلام‌اباد ښار کې دننه او ورته راغلي لارې تر ډېره د کانټینرونو په وسیله تړل شوې، عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي او پر خواله رسنیو هم ځیني محدیتونه وضع شوي دي.

په دې اړه د اسلام‌اباد د اي یوولس سیمې اوسېدونکي فیصل نوري پژواک ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې انټرنېټ سم کار نه کوي او سړکونه هم تر ډېره تړل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «انټرنېټ یې ډېر ضعیف کړی، په واټسپ کې غږ او مسیج نه ځي او نه راځي، بل موږ له خپل شهرکه نه شو وتلی ټولې لارې بندې دي.»

دغه راز، د اسلام‌اباد د فیصل ټاون یوه اوسېدونکي محمدحمید پژواک ته وویل چې مور یې ناروغه وه او لس ورځې مخکې اسلام‌اباد ته راغلی دی.

د هغه په خبره: «درې ورځې کېږي زموږ بیکونه تړلي دي، خو لارې ټولې بندې دي، یو موټر هم نه پېښور او نه هم تورخم ته تللی شي، نن سهار یو ډریور راته وویل که ۲۵ زره روپۍ راکوې نو په یوې اوږدې لارې دې تورخم ته رسولی شم.»

همدارنګه محمدمبین د اسلام‌اباد د ترنول سیمې اوسېدونکی هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وايي: «د ورځې له مخې په سخت مشکل کې یو، له کوره وتلی نه شو او بل هره شپه د ډزو غږونه هم اورو.»

دغه راز، د فیصل ټاون سیمې یوې اوسېدونکې مژګان پژواک ته وویل: «دلته خپله د ښارګوټي اوبه د څښلو نه دي، لارې بندې دي، په دوکانونو کې هم تر ډېره د څښاک اوبه نه پیدا کېږي، دا یو لوی مشکل دی چې باید حل شي، بل زما ماشومان په ډایرکشن مکتب کې دي، هغوی ته یې هم نن رخصتي ورکړې او ورته ویلي یې دي چې وضعیت ښه نه دی، رخصت وکړئ.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې لږ تر لږه د خلکو پر وړاندې دغه ستونزې حل کړي.

 د راډیو پاکستان د راپور له مخې، په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو پر مهال څلور رینجرز او دوه پوليس وژل شوي خو د امنیت ټينګښت لپاره پوځ ښار ته رابلل شوی دی.

بل لور ته، د تحریک انصاف ګوند هم دعوه کړې، د حکومتي ځواکونو په ډزو کې د دوی ګڼ شمېر پلویان ټپیان شوي دي.

تحریک انصاف ګوند دا هم ویلي، د لاریون‌کوونکو کاروان اسلام‌اباد ته داخل شوی او په سرينګر های‌وې کې پرې پوليسو ډزې کړې دي.

د یادو لاریونونو مشري د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د عمران خان مېرمنه بشرا بي‌بي کوي.

پاکستاني مطبوعاتو هم د امنيتي سرچينو له قوله ویلي، تر اوسه تر سلو ډېر پوليس ټپیان شوي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویان د خپلو غوښتنو د منظورۍ لپاره د اسلام‌اباد په ډي چوک کې پرلت کول غواړي، ترڅنګ یې د دغه ګوند د مشر عمران خان په ګډون د ګوند د ټولو مشرانو د خوشي کولو او په ټاکنو کې د شوو درغلیو د پلټنې غوښتنه کوي.

ورته مهال، د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي هم ویلي چې پوځ هم رابلل شوی او پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

عمران خان ولې بندي دی؟

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري، په ۲۰۲۲ کال کې د اپوزېسيون ګوندونو له لارې د لومړي وزارت له څوکۍ لرې کړل شو.

نوموړی بيا د حکومت له څو میاشتو هڅو وروسته د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې ونيول شو.

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير شاه‌محمود قريشي د دولتي رازونو افشا کولو په قضیه کې هر يوه ته د لسو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.

د دې ترڅنګ عمران خان ته د مالي فساد او د عدت په موده کې د نکاح په ګډون په بېلابېلو قضيو کې ټولټال د ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوې چې په ځينو قضيو کې يې وروسته ضمانت ترلاسه کړی دی.

عمران خان پرې لګېدلي تورونه ردوي او وایي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.