Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) نن کابل ته راوړل شو

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د کرکټ د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) نن سهار له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شوه چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د اتلانو جام (چمپينز ټرافي) نن هېواد ته راوړه چې په کابل کې د رسنیو پر وړاندې نندارې ته وړاندې شوه.

د کرکټ بورډ مسوولین وایي، د اتلانو جام به تر پنجشنبې ورځې پورې د هېواد په بېلابېلو تاریخي سیمو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

د چپینز ټرافي سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې  په پاکستان کې ترسره کېږي.

دا سیالۍ هر څلور کاله وروسته د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري ترسره کېږي چې راتلونکو لوبو کې یې د افغانستان په ګډون اته  لوبډلې برخه لري.

د معلوماتو له مخې، یاده ټرافي به له افغانستان وروسته بنګله‌دېش، سوېلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلیستان او هندوستان ته هم یووړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.