کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي، د سوکوهنې دوه افغان ورزشکاران د ټایلنډ په کوربهتوب نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د هېواد د سوکوهنې ملي فدراسیون دوه ورزشکاران په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه پرون ټایلنډ ته ولاړل.
سرچینې زیاته کړې، په یادو سیالیو کې چې نن د ټایلنډ په بنکاک ښار کې پیلېږي، له اسیا د ۱۵ هېوادونو ورزشکاران ګډون کوي او یوه اونۍ به دوام ولري.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، له یادو دوو افغان ورزشکارانو سره یو روزونکی هم ټایلنډ ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP