پلعلم (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د دغه ولایت د یو شمېر فرهنګیانو په هڅو په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د «ګوهري» په نوم ادبي بهیر پرانیستل شو.
د دغه بهیر د پرانیستې پر مهال د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس رفیعالله صمیم وویل، اطلاعاتو او کلتور ریاست له شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د ادبي فعالیتونو زمینه ورته برابره کړي.
د صمیم په خبره، ګوهري ادبي بهیر چې د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست په ملاتړ د دغه ولایت د فرهنګیانو او شاعرانو له لوري پرانیستل شوی، دا زمینه یې برابره کړې څو شاعران، لیکوالان او فرهنګیان په یوه ټغر راټول او هم خپل فرهنګي فعالیتونه پراخ کړي.
پلعلم کې یوه فرهنګي فعال نعمتالله رښتین پژواک ته وویل، دا ډول ادبي او فرهنګي خوځښتونه کولای شي چې د فرهنګیانو، شاعرانو او ځوانانو ترمنځ اړیکې پياوړې کړي.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته وغوښتل چې دغه ادبي بهیر پراخ کړي او شاعران او لیکوالان هم د مشاعرو ترڅنګ د کتابونو ليکلو ته وهڅوي.
د جوړې شوې غونډې په پای کې د شاعرانو او فرهنګیانو له لوري مشاعره ترسره شوه او په شعرونو کې د لوګر فرهنګیان او د دغه ولایت لرغونی موقعیت وستایل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP