Language

غور کې پر شپږو کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو

فېروزکوه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرافعې محکمې د سزا دیوان د پرېکړې له مخې، پر شپږو مجرمینو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.

د غور مقام د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي: «دغو کسانو کې دوه یې پر پنځو میاشتو تنفذي حبس او ۲۵ دُرو، یو یې پر څلورو میاشتو تنفذي بند او ۳۰ دُرو، یو تن یې پر دو کلونو تنفذي حبس او ۲۷ دُرو، یو یې د یو کال پر تنفذي بند او ۳۹ دُرو او یو بل پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شول.»

سرچینې لیکلي چې یاد کسان د اخلاقي فساد، زنا او لواطت جرمونو له امله پر مجازاتو محکوم شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د سترې محکې له تایید وروسته پر دغو کسانو د فېروزکوه ښار ورزشي لوبغالي کې تطبیق شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.