پلخمري (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور وژلې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې وړمه شپه د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په سیاسنګ سیمه کې یوه ښځه د خپل زوی له خوا د چاقو په وسیله وژل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې یاد کس د پولیسو له لوري نیول شوی او اوس د خنجان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په نظارتخونه کې دی.
د نوموړي په خبره چې د دې پېښې د انګېزې معلومولو په موخه پلټنې روانې او جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP