Language

خیبر پښتونخوا کې چاودنې د یوې کورنۍ اوو غړو ته مرګ‌‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا د مومندو سیمې په یوه کور کې چاودنه شوې چې له امله یې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه تېره شپه د خیبر پښتونخوا د مومندو سیمې د چارګلې کلي په یوه کور کې شوې ده.

سرچينې لیکلي، په چاودنه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

په راپور کې راغلي، د یادې کورنۍ غړو دعوه کړې چې وسله‌والو یې کور ته بم غورځولی خو پولیس چارواکي وايي چې د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې کوي.