کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله د هر ډول تګراتګ پر مخ وتړل شوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقإشناس پر خپله اېکسپڼه لیکلي چې د سالنگ لار نن ماسپښین له ۱۲:۵۰ بجو راهیسې د واورې ورېدو، توپان، د لید ساحې محدودیت او ځاني تلفاتو او مالي زیانونو مخنیوي په موخه د دغه وزارت تر بلې خبرتیا د ټولو نقیله وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست کارکوونکي چمتو دي چې د هوا په ښه کېدو سره سړک له واورې پاک او دغه لویه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
ټولګټو وزارت له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پر دې لار تګراتګ ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP