Language

عمان د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۳): په عمان کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه هېواد د سوادګرۍ او صنایعو خونې د انرژۍ او کانونو کمېټې مرستیال له افغان سفیر سره به ليدنه کې په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په عمان کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغان سفیر حافظ عمر د عمان سلطنت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د انرژي او کانونو کمېتې له مرستیال علي بن عبدالله الزدجالي سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې لیدنه کې علي بن عبدالله په افغانستان کې د کانونو برخه کې د پانګونې او افغانستان ته د سفر کولو لپاره لېوالتیا وښوده او په دې برخه کې یې د معلوماتو غوښتنه وکړه.

یاد سفارت لیکلي، افغان سفیر په افغانستان کې د بهرنیو پانګه‌والو لپاره د شته فرصتونو، په ځانګړي ډول د کانونو برخه کې د پانګونې په اړه له یاد عماني چارواکي سره معلومات شریک کړل.