Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د کرکټ «کلب‌ لېول» سیالۍ پای ته ورسېدې

لښکرګاه (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د «کلب‌ لېول» په نوم د کرکټ سیالۍ د وزیر محمداکبرخان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ دوه میاشتې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د وزیر محمداکبر خان او طیب کرکټ لوبډلو بیا وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه.

هغه وویل، لومړی توپ‌وهنه د وزیر محمداکبر خان لوبډلي وکړه چې په ۲۶ اورونو کې یې طیب لوبډلې ته د ۸۲ منډو هدف ورکړ؛ طیب لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د ۶۰ منډو په کولو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

دی وایي، یادې سیالۍ د وزیرمحمد اکبرخان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.