Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتین: غواړو د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې لا پراخې کړو

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان غونډې په څنډه کې ویلي، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او غواړي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان غونډې په څنډه کې ویلي، مسکو غواړي له اوسنیو افغان چارواکو سره خپلې اړیکې ټینګې او لا ډېرې کړي.

هغه زیاته کړې: «مسکو نه شي کولای له دغه حقیقته سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی، موږ غواړو له افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې او دا اړیکې نورې هم پراخې کړو.»

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، روسیه له افغانستان سره د اړیکو پراختیا یو ښه فرصت ګڼي او زیاتوي، غواړي په دغه هېواد کې ثبات لا ټینګ شي.

د ټاس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر د نړۍ وضعیت کړکېچن بللی او ويلي یې دي: «هغه څه چې په اوکراین کې روان دي، د اوسنیو ستونزو یوازېنی لامل نه دی، ایا په اسیا کې وضعیت ښه دی؟ ایا له افغانستان سره د مشتر‌ک‌المنافع هېوادونو په پوله کې پېښې باید موږ دومره خوشبین کړي چې موږ خپل پام بل لوري ته واړوو؟»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی څلور ورځې مخکې کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ملي دفاع او کورنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره په جلا جلا توګه ولیدل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.