Language

یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳۴): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کندهار ولایت د ټولګټو مخکنی رییس ملا عبدالهادي یعقوب د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معین په توګه، د بادغیس مخکنی والي مولوي عبدالصمد جاوېد د غزني د والي په توګه او د غزني مخکنی والي محمدامین جان عمري د بادغیس د والي په توګه ګومارل شوي دي.

هغه دغه راز لیکلي، د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د څلورمې پلې لوا مخکنی قوماندان ملا نقیب‌ﷲ ایوب د هرات د مرستیال والي په توګه، د ۲۰۵ البدر قول‌اردو مخکنی رییس ارکان ملا نصیب‌ﷲ زبیر د ۲۱۵ العزم قول‌اردو د رییس ارکان په توګه، د ۲۱۵ العزم قول‌اردو مخکنی رییس ارکان مولوي عبدالعزیز انصاري د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو د رییس ارکان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو مخکنی رییس ارکان شیخ نقیب‌ﷲ عزیزي د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د رییس ارکان په توګه او مولوي برهان‌الدین د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

مجاهد دغه راز لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون عمومي ریاست مرستیال ملا عزیزالرحمن د کندهار د ټولګټو د رییس په توګه ګومارل شوی دی.