غزنيښار (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وایي، په غزني ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د «مرحبا افغان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
یادې لساوریزې سیالۍ څه موده مخکې د غزني کرکټ امریت له لورې پيل شوې وې.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې سیالیو پایلوبه کې رضایي اتلان او مرحبا افغان لوبډلې سره مخامخ شوې چې مرحبا افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټاکلو لسو اورونو په لوبولو سره د ۴ ویکټو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۵۸ منډې هدف وټاکه.
هغه وویل، رضایي اتلانو لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره نه کړ او لوبه یې د ۲۴ منډو په توپیر وبایله او د مرحبا افغان لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
نوموړي وویل، د دې سیالیو غوره توپوهونکی عنایتالله خپلواک، غوره توپاچوونکی عرفان ځدراڼ او د سیالیو غوره لوبغاړی رحمانالله رحماني ونومول شول.
د یادو سیالیو یو لوبغاړی شېراحمد افغان وایي، د لوبغالو په برخه کې ستونزې لري او په وینا یې، هیڅ ډول معیاري لوبغالی نشته چې په ډاډه زړه لوبې په کې وکړي.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې یادې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.
د یادونې ده، کرکټ په غزني کې له پخوا پېژندل شوې لوبه نه ده، خو په وروستیو کلونو کې یې په دغه ولایت کې مینهوال خورا ډېر شوي دي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP