Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغان او ترکي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

author avatar
30 Nov 2024 - 16:49
افغان او ترکي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
author avatar
30 Nov 2024 - 16:49

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال  سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې په ترکیه کې حلال نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی وکړ او په دې اړه یې د ترکیې له مثبتو هڅو مننه وکړه.

یاد وزارت لیکلي، متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت وارزاوه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه لوري وکولای شي نور رغنده ګامونه هم پورته کړي.

د ترکیې سفیر هم ویلي، اوسمهال د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکي سیال سره هم پر دوه اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړې دي.

همداراز د ترکیې سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري او هیله مندي یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکو اړیکو کې لا پرمختګ وشي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.