کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د کورنیو چارو سرپرست وزیر په غزني ولایت کې یوه غونډه کې د یووالي پر اړتیا د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د غزني ولایت په ګیلان کې د شهیدانو په یاد جوړه شوې ولسي او فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ.
حقاني په دغه غونډه کې ویلي، د حاکم اسلامي نظام بقا او پرمختګ د ولس په ګډ کار او همکارۍ پورې تړاو لري.
خبرپاڼه کې راغلي، حقاني افغانان یو متحد ولس وګاڼه او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه یې د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
ده دغهراز ویلي چې د اسلامي نظام د دوام لپاره د هر وګړي هڅې اړینې دي.
نوموړي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له نرمۍ او اعتداله کار واخلي، د عدالت او برابرۍ پر بنسټ له ولس سره چلند وکړي او د خلکو ستونزې په پوره اخلاص او ژمنتیا سره حل کړي.