مزارشریف (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې بلخ ولایت کې د روان لمریز کال لومړیو اوو میاشتو کې ۸۴۹ ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ اخته او له ډلې یې ۲۱ ماشومان مړه شوي دي.
د مزارشریف ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون د ماشومانو برخې شیف سرویس ډاکټر عبدالروف فروغ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان لمریز کال له وري میاشتې څخه د تلې میاشتې تر وروستۍ نېټې ۸۴۹ ماشومان چې پر شدیدې او اختلاتي خوارځواکۍ اخته وو، دغه روغتون کې بستر شوي دي.
فروغ زیاتوي، له بده مرغه له ډلې یې ۲۱ ماشومان چې د انرژۍ او پروتیني موادو له کمښت سره مخ وو، کمزوری معافیتي سیسټم یې درلود، د مور د شېدو پر ځای له فورمولا شېدو څخه تغذیه کېدل او یا هم روغتون ته په وخت راوړل شوي نه وو، مړه شوي دي.
نوموړی پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو لامل میندو کې په کافي کچه د شېدو نشتون، د میندو اندېښنې او اضطراب، له حیواني او فورمولا شېدو څخه استفاده، د حفظالصحې نه مراعتول او د کورنیو بېوزلي بولي.
هغه دغه راز په دې برخه کې د میندو د پوهاوي کچې لوړوالی له یادې ناروغۍ څخه د مخنیوي برخه کې مهم بولي او له میندو یې وغوښتل څو خپل ماشومان لږ تر لږه شپږ میاشتنې له خپلو شیدو په سمه توګه تغذیه کړي.
فروغ زیاته کړه چې د یادو ماشومانو درملنه په درېیو پړاونو کې ترسره کېږي او هم د یونیسف او ډبلیواېچاو سازمانو په مرسته اېف ۷۵ او اېف ۱۰۰ شیدې په وړیا توګه وېشل کېږي.
بلخوا د یادو ماشومانو کورنۍ د روغتون له خدمتونو خوښې دي.
د مزارشریف ښار یوولسمې ناحیې اړوند د غالۍاوبدونکو ښارګوټي اوسېدونکی محبالله چې دوه غبرګوني ماشومان یې پر خوارځواکې اخته دي، وایي، مېرمن یې ماشومانو ته د شېدو په رسوولو کې کمزورې شوې؛ ځکه دواړه ترې پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه زیاتوي چې د ماشومانو روغتیایي وضعیت یې روغتون ته تر راوستو وروسته ښه شوي او د دغه روغتون له ترسره شوو خدمتونو خوښ دی.
دغه راز، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ چهلګزي کلي اوسېدونکی محمدنبي هم وایي چې زوی یې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پر خوارځواکۍ اخته او له یوې میاشتې راهیسې په روغتون کې بستر دی.
نوموړی د روغتونو له خدمتونو رضایت ښیي خو پر دې ناروغۍ د خپل ماشوم د اخته کېدو لامل د مور د شېدو کموالی بولي.
د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د روان میلادي کال د مې میاشتې پر لسمه نېټه ویلي وو چې افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP