Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سټنډرډ عالي شورا ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، خلکو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دویمه غونډه کې چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول.

خبرپاڼه کاږي، د غونډې په پیل کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي.

ده زیاته کړه، په دې سره به د بې‌کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو وغوښتل چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي.

د خبرپاڼې په حواله، غونډې ته د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال او برېښنايي وسایلو برخه کې ۳۰ سټنډرډونه وړاندې شول او ترهر اړخیز بحث وروسته یاد سټنډرډونه تصویب شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې زمري میاشتې په ۳۰مه هم د سټنډرډ عالي شورا له لوري د ۲۴ سټنډرډونه د تصویب خبر ورکړی و.

د یادونې ده، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د لړم میاشتې په ۸مه ویلي وو چې د سټنډرډ ملي شورا مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.