فیضآباد (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د بدخشان د راغستان ولسوالۍ مسوولین وايي، څلور ماشومان چې غوښتل یې په دغه ولسوالۍ کې له یوه کلي بل ته ولاړ شي، درې تنه یې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د راغستان ولسوال قاري محمداصف ظفریار وايي، پرون ماسپښین درې بجې څلور ماشومان چې په دغه ولسوالۍ کې له یوه کلي بل ته پر لاره وو، درې تنه یې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
هغه وویل چې دغو ماشومانو له اتو تر ۱۲ کلونو عمر درلود.
سرچینې زیاته کړه چې یاد ماشومان د راغستان ولسوالۍ «سیاب» کلي ته د خپلوانو کور تللي وو او غوښتل یې چې له دغه کلي شاوخوا څلو کیلومتره لرې خپل کلي «کالري» ته ولاړ شي چې په لاره کې د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP