جلالاباد (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): په ننګرهار ولایت کې د اړیکو دفتر موسسې (TLO) له لوري ځوانانو ته بهرنیو هېوادو ته پر قاچاقي لارو د تګ د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پيل شو.
دغې موسسې نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په همغږۍ دا پروژه پيل کړې او وايي، ګڼو ځوانانو ته به په بېلابېلو سيمو او وختونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه چمتو کړي.
د دغې ادارې له لورې جوړې شوې غونډه کې ګډونوال ځوانان هم دا ډول پروګرامونه ګټور ګڼي او وايي، که ځوانانو ته دا ډول عامه پوهاوی ورکړل شي نو بهرنيو هېوادونو ته به له ورتګ منع شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وايي، د ټياېلاو موسسې له دغه وزارت سره په همغږۍ هغو ځوانانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه په ننګرهار کې پيل کړل چې پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته د تګ پلان لري.
د دغه وزارت د څرځایونو رييس مفتي لعل ګل منيب په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، دا وزارت هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو بهر ته د ځوانانو له تلو مخه ونیسي څو له کړاوه د ډکو قاچاقي لارو له ستونزو وژغورل شي.
د دغه پروګرام يو ګډونوال سمیعالحق رحماني وايي، د عامه پوهاوي ترڅنګ بايد ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
فيصل نظامي چې پر قاچاقي لارو تر ترکیې رسېدلی او هلته يې درې کاله مسافري کړې او تازه خپل هېواد ته راستون شوی وايي، پر قاچاقي لارو تګ له مرګ سره لوبې دي.
د اړیکو دفتر يا ټي.ال.او موسسه يوه غیر دولتي اداره ده چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP