Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه موسسه افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو برخه کې د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي

یوه موسسه افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو برخه کې د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي

author avatar
1 Dec 2024 - 12:31
یوه موسسه افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو برخه کې د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي
author avatar
1 Dec 2024 - 12:31

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): افغانستان کې د «کرنه د سولې لپاره» موسسې مسوولین وایي، که اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسېږي، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په موخه به د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري د «کرنه د سولې لپاره» موسسې له بنسټګر جیمز برټ او د دې موسسې له یو شمېر نورو مسوولینو سره کتلي دي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې برټ وویل: «که له امارت اسلامي سره هوکړه وشي، موږ به په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړو.»

په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په پراختیایي پروژو کې د روڼتیا پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، هغه بودجه چې د افغانستان په نوم ځانګړې شوې، باید د پروژو د مسوولینو له لوري په شفاف ډول ولګول شي چې د افغان بزګرانو او خلکو په ګټه تمامه شي.

نوموړي دغه راز د ځینو موسسو د بودجې د لګښت پر کړنلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «ډېرې موسسې لوړ اداري لګښتونه لري او د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بودجه په بېلابېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدول کېږي. ملي او نړۍوالې موسسې باید په بشپړ شفافیت سره کار وکړي.»

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې اسلامي‌امارت به له یادې موسسې سره د اقلیمي بدلون برخه کې د پروژو په پلې کولو هوکړه وکړې او که نه او نه هم د دغه وزارت د سرپرست له لوري ورته اشاره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.