Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ازبک چارواکو د سوداګرۍ برخه کې د همکاریو پر لا پراختیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره په ليدنه کې د کانونو د استخراج، سوادګریزو توکو پېرلو، د کرنې پراختیا او ترانسپورټي برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

ارګ  پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د لومړي وزير له مرستیال عبدالله عارف اوف سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې عبدالله عارف اوف د کانونو د استخراج، د سوداګريزو توکو پېرلو، د کرنې پراختیا او سوداګريزو توکو د لېږد او ترانسپورټ برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د خپل هېواد له ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ارګ لیکلي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستيال دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګونو او سوداګرۍ پراختيا يادونه وکړه او په ترمذ ښار کې د سوداګريز مرکز جوړېدل يې په دې برخه کې مهمه لاسته‌راوړنه ياده کړه.

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم ویلي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او ټولو سوداګرو او پانګه‌والو ته به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.