Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کاپیسا د باغدرې بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د کاپیسا د باغدرې بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

author avatar
1 Dec 2024 - 16:09
د کاپیسا د باغدرې بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو
author avatar
1 Dec 2024 - 16:09

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت د کاپیسا د باغدرې بند د امکان‌سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه د مس عینک له قراردادي شرکت «ام‌سي‌سي» سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه‌لیک نن په کابل کې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د لوګر ولایت د مس عینک قراردادي شرکت (ام‌سي‌‌سي – جه‌سي‌اېل) د ریيس «سونګ ون بینګ» ترمنځ لاسلیک شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیکولو پر مهال ویلي چې د باغدرې بند پروژې پلې کول به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو همکاریو برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته‌راوړنه وي.

منصور د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د چین سفیر او د «ام. سي. سي» شرکت مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکاري ته ژمن دی.

د اوبو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه هوکړه‌لیک سره سم یاد شرکت د اتو میاشتو په موده کې د امکان‌سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات سرته رسوي او د اوبو او انرژۍ وزارت به هم د هوکړه‌لیک له شرایطو سره سم له دغه شرکت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې مخکې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د دغه بند مشاهداتي سروې هم ترسره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.