مزارشریف (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): بلخ کې د نابینایانو او کڼو د ځانګړي ښوونځي زدهکوونکو د هنري اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د بلخ د نابینایانو او کڼو د ځانګړو زدهکړو له لېسې د اتو زدهکوونکو د فراغت په مناسبت د یوې ورځې لپاره جوړ شوی دی.
د یادې لېسې امر عزتالله طیب وایي چې په دغه نندارتون کې د دغه ښوونځي د زدهکوونکو په لاس جوړ شوي ۴۰ بېلابېل لاسي هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې دغه نندارتون له یادې لېسې د دوو نابینایانو او شپږو کڼو د فراغت په مناسبت د یوې ورځې لپاره جوړ شوی دی.
د طیب په وینا، د دغه نندارتون موخه دا ده څو ټولنې ته وښودل شي چې نابینایان او کاڼه هم لکه د نورو انسانانو په څېر وړتیاوې لري او کولای شي په ټولنه کې رغنده رول ولوبوي.
بلخوا، د دغه ښوونځي زدهکوونکي بیا له حکومته د لوړو زدهکړو او کاري فرصتونو د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.
له یاد ښوونځي فارغ یو نابینا بلال پژواک ته وویل چې حکومت باید کانکور ازموینه کې معلولینو ته د ګډون فرصت برابر کړي څو هغوی وکولای شي لوړې زدهکړې هم وکړي.
هغه دغه راز زیاته کړه، د نابینایانو او ناشنوایانو د ځانګړي ښوونځي زدهکوونکي د درسي موادو له کمښت سره مخ دي چې حکومت او موسسې باید د ستونزو هواري کې مرسته ورسره وکړي.
خلیل یو بل نابینا هم خوښي ښیي چې له ښوونځي فارغ شوی خو فارغینو او نورو معلولینو ته د لا ډېرو زدهکړو او کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
بلخ کې د نابینایانو او کڼو د ځانګړو زدهکړو لېسې د مسوولینو په وینا، دا مهال په دغه ښوونځي کې ۱۲۴ نابینا او کاڼه پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP