Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هندي جې ‌شاه نن د کرکټ نړۍوالې شورا د مشر په توګه خپله دنده پیل کړه

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍواله شورا (ای‌سي‌سي) وایي، د هندوستان هېواد جې‌ شاه نن د دې ادارې د نوي مشر په توګه دنده پیل کړه.

د کرکټ نړۍوالې شورا پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، جې شاه نن د کرکټ نړۍوالې شورا د نوي رییس په توګه دنده پیل کړه.

جې شاه له دې مخکې د هند د کرکټ بورډ د مشر په توګه او د کرکټ اسیایي شورا د رییس په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د نیوزلېنډ هېواد «ګریک بارکلي» له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ای‌سي‌سي د مشر په توګه دنده ترسره کوله چې د روان کال د تېرې نومبر میاشتې په ۳۰مه یې دنده پای ته ورسېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.