شبرغان (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنايي تذکرو د وېش برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتونکي دي چې د دغه ولایت د احصایې او معلومات ریاست په وروستیو ۶ میاشتو کې د څه باندې ۳۱ زره برېښنايي او کاغذي تذکرو د وېش خبر ورکوي.
د جوزجان یو اوسېدونکی احمدفیض چې د برېښنايي تذکرې اخیستو لپاره یادې ادارې ته راغلی وايي، باید د دغه سند د وېش پروسې برخه کې خلکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي څو سرګردانه نه شي.
هغه زیاته کړه: «کله چې الکترونیکي تذکرې اخیستو لپاره ځو، اړ کوي مو چې کاغذي تذکرې واخلو څو د هغې له مخې راته برقي تذکرې راکړي، له زر څخه تر دوولس سوه افغانیو پورې لګښت راباندې راځي خو د برقي تذکرې له اخیستو وروسته مو کاغذي تذکره هيڅ په درد نه خوري، وړاندیز مو دا دی چې موږ ته دې مستقیم الکترونیکي تذکره راکړي.»
ورته مهال، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې ګلالۍ په دغه ولایت کې د مراجعینو له بیروبار او د تذکرې د وېش مرکزونو له کموالي شکایت لري او غواړي چې په دغه ولایت کې د تذکرې د وېش مرکزونه ډېر شي.
هغه د برېښنايي تذکرې له لوړې بیې هم شکایت درلود او زیاته یې کړه: «په جمهوریت کې یوې الکترونیکي تذکرې ۱۰۰ افغانۍ بیه درلوده، اوس ۷۰۰ افغانۍ اخلي، مخکې د خدمات د توزیع بیه ۵۰۰ افغانۍ وه او اوس ۱۲۰۰ افغانۍ ده، د دومره پیسو ورکړه خلکو، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې ښه اقتصادي وضعیت نه لري، ډېره سخته ده.»
دغه راز، د جوزجان یوه بله اوسېدونکې ملکه وايي، د الکترونیکي تذکرې درلودل د ټولو لپاره اړین دي خو د بیې لوړوالي او د پروسې اوږدوالي له امله خلک نه شي کولای په اسانه یې ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړه: «موږ غواړو چې الکترونیکي تذکره واخلو خو پروسه یې ډېره اوږده ده، اوس الکترونیکي تذکره هر چېرته اړینه ده، د پاسپورټ او سیمکارت اخیستو لپاره څه باندې یوه میاشت کېږي چې سرګردانه یم، نن مو د بایومټریک وخت و، انشاءالله چې ژره یې ترلاسه کړم.»
ورته مهال، د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست وايي چې دغه ریاست د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې څه باندې ۳۱ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشلي دي.
د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست رییس حافظ عزیزالله عزام وویل، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې توانېدلي چې ۲۰ زره او ۷۷۷ کساتو ته الکترونیکي او ۱۱ زره او ۳۰۰ کسانو ته کاغذي تذکرې ووېشي.
هغه دغهراز څرګنده کړه چې یادې موده کې ۶ زره او ۷۴۰ کسانو لپاره د کاغذې تذکرې د تایید خدمتونه، ۶۹۹ کسانو لپاره یې د کاغذي تذکرې د سمون او ۶۹۸ نورو کسانو لپاره یې د الکترونیکي تذکرو د وېش خدمتونه ترسره شوي دي.
عزام د یاد ولایت د اوسېدونکو د غوښتنو په ځواب کې وویل، د احصایې او معلوماتو ادارې د هېواد په کچه د اکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه ولسوالیو او لرو پرتو سیمو ته غځولي څو د دغو سیمو اوسېدونکي په اسانه توګه خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ اوس همدا شرایط لرو چې که څوک په یوه یا دوه ورځو کې تذکره اخلي، ۷۰۰ افغانۍ ورکوي خو هغه کسان چې په نوبت تذکره اخلي، له هغو څخه ۵۰۰ اخلو.»
هغه زیاته کړه، د جمهوریت پر مهال د تذکرې د چاپ کاغذ حکومت ته ورکول کېده، له خارجه راته او د مرستې په توګه ورکول کېده خو اوس یې اسلامي امارت پلوري او له خارج څخه یې واردوي چې حکومت ته یوه تذکره په ۵۵۰ افغاني تمامېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP