Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان چورې ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې

د اروزګان چورې ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې

author avatar
1 Dec 2024 - 14:08
د اروزګان چورې ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې
author avatar
1 Dec 2024 - 14:08

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د اروزګان ځايي مسوولین وايي، چورې ولسوالۍ کې یې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د چورې ولسوالۍ په خان‌جان او زرګري کلیو کې یې د پاکو اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارلې دي.

د هغه په خبره، یادې شبکې یې د ميډر (MEDAIR) موسسې په همکاري جوړې کړې چې د لمریزې برېښنا په مجهز سیسټم سمبالې دي او نهه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې شوی دی.

هغه وویل: «له دغو شبکو سره په سیمه کې زرو کورنیو ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.»

ورته مهال، د یادو سیمو اوسېدونکي خوشاله دي چې سیمه کې ورته د څښاک د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.