Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې

غزني کې د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې

غزني ښار (پژواک، ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.

د یادې پروژې د چارو د پیل پرمهال د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د غزني ښار د لومړۍ ناحیې په خشک سیمه کې د ۶۵۰ متره سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.

هغه وویل، پر یاده پروژه اته میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانګ له لوري ورکول کېږي او چارې یې (UNOPS) موسسه مخته وړي.

نوموړي وویل، د دغه سړک د جوړولو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي او هره ورځ به ۶۰ کسانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

دغه‌راز د سیمې یوه قومي مشر حاجي خان زمان پژواک ته وویل، دغه سړک د غزني ښار یو له مهمو سړکونو دی، ځکه هره ورځ پر دې لار زرګونه کسان تګ راتګ کوي.

ده ټینګار وکړ چې په نورو سیمو کې هم باید ورته پروژې پلې شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د یو شمېر موسسو له لوري په غزني کې د ځینو سړکونو د جوړولو او بیارغولو چارې پيل شوې دي.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.