مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): بلخ کې د پارا المپیک سیالیو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ معلولینو ترمنځ د کرکټ، فوټسال، ویلچر باسکټبال او نورو لوبو سیالۍ ترسره شوې.
بلخ کې د پارا المپیک سیالیو مسوول بصیراحمد وایي چې دغه سیالۍ د معلولینو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې ورځې لپاره جوړې شوې چې په کې د بېلابېلو لوبو ۱۵۰ ورزشکارانو ونډه اخیستې ده.
هغه زیاتوي چې په دغو لوبو کې د نابینایانو کرکټ، ویلچر باسکټبال، فوټسال، وزن پورته کول، ځغاستې او تیږې اچول شامل دي.
بلخوا، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
د معلولینو باسکټبال لوبې یوه لوبغاړي حفیظالله عصمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ مرسته کوي څو معلولین خلکو ته خپلې وړتیاوې وښیي.
عصمتي زیاتوي چې معلول لوبغاړي ورزشي وسایل او معیاري لوبغالي ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له حکومت او موسسو د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس جانمحمد حکمت د معلولینو ستونزې مني او هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
هغه وایي، دغه ریاست د معلولینو ستونزو ته تر ډېره رسیدنه کړې خو له موسسو او سوداګرو یې وغوښتل چې له معلولو ورزشکارانو سره مرستې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP