ښرنه (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۱۴۰۳): د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ پراختیايي او بیارغونې پروژو چارې پيل شوې.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د یادو پروژو د پيل پرمهال د دغه ولایت مرستیال والي محدوم عبدالسلام سعادت وویل چې دغه پروژې په شکین، برمل، وړممۍ، نعمت اباد او تروې ولسوالیو پلې کیږي.
هغه وايي چې په دغو پروژو کې د سړکونو، ښوونځیو، دیني مدرسو، پاکې اوبه او ځينې نور پراختیايي او د بیارغونې پروژې شاملې دي.
ده وویل، د یادو پروژو پر جوړولو ۳۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.
بل لورته خلک هم د دغو پروژو د چارو پيل ته خوښ دي.
د برمل ولسوالۍ يوه اوسيدونکي سيد احمد پژواک ته وويل چې په تېر کې دې ولسوالۍ ته د پرمختيايي پروژو برخه کې هېڅ پام نه دی شوی.
هغه دغه راز وويل، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به یو څه د خلکو ستونزې حل شي خو زیاتوي چې په لرو سیمو کې ډېر کارته اړتیا ده.
دغه راز د برمل يو بل اوسيدونکي جاويد هم وويل چې د ولسوالۍ عمومي سړک ویجاړ دی او د روغتیا او پوهنې برخو کې هم دوی له ستونزو سره مخ دي.
ده هم ټینګار وکړ چې د دغو ولسوالیو د بیارغونې او پراختیا برخې ته باید اړینه پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا دغه پنځه ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي او له مرکز ښرنې څخه لسګونه کیلومټره واټن لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP