Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

محکمې د عمران خان په ګډون د ۹۶ کسانو د نیولو نه ضمانت‌کېدونکی حکم صادر کړی

کابل (پژواتک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې تېره ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې او ۹۴ ملګرو د نیولو نه ضمانت‌کېدونکي حکم صادر کړی دی.

د اکسپرېس ټربیون د راپور له مخې، په دغه نوملړ کې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي‌بي او نورو کسانو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا والي علي امین ګنډاپور هم شامل دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه حکم د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د تېرې اونۍ له لاریونونو سره تړاو لري چې له زندانه د عمران خان د خوشي کېدو په موخه وشول او د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ شول.

تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې ۱۲ لاریون‌کوونکي وژل شوي او سلګونه نور نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان پولیسو د لاریونونو په تړاو  د ۹۶ شکمنو کسانو لېست محکمې ته وړاندې کړ او محکمې د   عمران خان، د هغه د مېرمنې او ۹۴ ملګرو د نیولو نه ضمانت‌کېدونکی حکم صادر کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.