Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د سره صلیب د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز هغه معلول کارکوونکي چې د مصنوعي غړو په جوړولو نورو معلولینو ته هیله ورکوي

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز کې یو شمېر معلولین له خپلو تجربو او زده‌کړو په استفادې خپلو نورو هم‌نوعو ته مصنوعي لاسونه، پښې او د بدن نور غړي جوړوي څو هغوی وکولای شي بېرته د ګرځېدو توان پیدا کړي.

د پژواک خبري اژانس خبریال سهراب سروري چې په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز ته تللی وايي چې په یاد مرکز کې له اندازې نیولو، قالب جوړولو د بدن مصنوعي غړو تر وروستي تولید پورې ټول د دغه مرکز د معلولو کارکوونکو له لوري ترسره کېږي.

هغه زیاتوي، یاد مرکز ته ډېر شمېر کسان مراجعه کوي او دغه راز داسې معلولین یې لیدلي چې له خپلو هم‌نوعو سره په ډېره لېوالتیا مرسته کوي.

ورته مهال، د یاد مرکز معلولو کارکوونکو هم له ده سره په خبرو کې ویلي، دا چې د مصنوعي لاسونو او پښو په جوړولو له نورو معلولینو سره مرسته کوي او هغوی ته د بیا ګرځېدو ځواک ورکوي، ښه احساس لري.

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز له نن څخه ۳۷ کاله مخکې په ۱۹۸۷ کال کې پر فعالیت پیل کړی او په ټول افغانستان کې یې اووه مرکزونه فعال دي، د یاد مرکز ۸۵۰ کارکوونکي یعنې شاوخوا نوي سلنه یې معلولین دي.

په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز یو معلولو کارکوونکی عزیزالله بهادري چې په ۱۸ کلنۍ کې د ملا په تېر کې د تومور له امله پر دواړو پښو فلج شوی او ۱۳ کاله کېږي معلول دی وايي: «کله چې زه معلول شوم، تقریبا څلور میاشتې په روغتون کې وم او وروسته د یوه ملګري په واسطه دلته (د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز) ته معرفي شوم.»

هغه زیاته کړه، په لومړیو کې یې د یاد مرکز په باسکیټبال برخه کې ورزش پیل کړ او له همدې ځایه ورسره مرسته وشوه څو ښوونځی خلاص کړي او له ښوونځي تر فراغت وروسته یې وکولای شول د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز په مرسته انګلیسي او کمپيوټر زده کړې هم پيل کړي.

بهادري د فزیکي بیاځواکمنتیا برخه کې درې کاله زده‌کړې کړې او شاوخوا پنځه کاله کېږي چې د یاد مرکز د قالب جوړولو برخه کې کار کوي او له خپل کاره راضي ښکاري.

هغه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز کې له کار کولو خوښي څرګندوي او دا چې له خپلو هم‌نوعو سره مرسته کوي ښه احساس لري. هغه د خپل معلولیت له لومړیو وختونو کیسه کوي: «د معلولیت په لومړیو کې پر ژور خپګان اخته شوی وم، خو دلته له راتګ او په ورزشي او درسي دورو کې له شاملېدو وروسته او له هغه وروسته کله چې مې دنده پیدا کړه، ومې کولای شوای هم د ځان لپاره او هم د نورو لپاره خدمت وکړم.»

دغه معلول له حکومته هم ځینې غوښتنې لري.

«له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې معلولینو ته پام وشي او هغوی ته ډېره زمینه برابره شي او په هر سکټور کې یې ملاتړ وشي او هغوی د کارکوونکو په حیث ومني څو په خپل ژوند کې بریالي و اوسي او ځانګړی مصروفیت ولري، معلولین هم زده‌کړو، تحصیل او کار ته اړتیا لري او هر کله چې دغه موارد یوه معلول ته برابر شي، هغه به له ژور خپګانه لرې وي.»

هغه په یوه پیغام کې نورو معلولینو ته وویل چې معلولیت کمزورتیا نه ده او د خپل ځان لپاره دې موخې وټاکي او د پرمختګ زمینه دې برابره کړي.

خواجه اصف‌الله صدیقي په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز د فزیوتراپۍ برخې کارکوونکی دی چې په ۱۳۷۵ کال کې د ښوونځي په انګړ کې راکټ لګېدو له امله معلول شوی دی. نوموړی وايي: «کله چې د ښوونځي د ۱۲ ټولګي زده‌کوونکی وم، زموږ د ښوونځي په انګړ کې راکټ ولګېد چې له امله یې زما ښۍ پښه پرې شوه.»

هغه په کابل ښار کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز ته د مراجعې له لارې وکولای شول چې مصنوعي پښه جوړه کړي او بېرته ښوونځي ته ولاړ شي. هغه په یوه انسټیټیوټ کې د انګلیسي ژبې د زده‌کړې ترڅنګ د فراغت سند هم ترلاسه کړ او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا په مرکز کې یې دنده واخیسته او اوسمهال ۲۵ کاله کېږي چې په دغه مرکز کې نورو معلولینو ته په خدمت بوخت دی.

هغه وايي: «ډېر د خوښۍ احساس کوم چې هم د مسلک خاوند شوم، هم مې وکولای شول له اقتصادي اړخه ښه مقام ته ورسېږم او هم له ټولنیز اړخه هم ښه مقام ترلاسه کړم، خلک مې هم احترام کوي، په چاپېریال کې هم خوښ یم، له خپلو همځېلو سره مرسته کوم.»

ورته مهال، د بامیان اصلي اوسېدونکی سکندر چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز ته د خپلې پښې قالب اخیستو لپاره مراجعه کړې او د خواجه اصف‌الله صدیقي تر درملنې لاندې دی، پژواک خبري اژانس ته وايي، سږ کال د تلې میاشتې په ۱۵مه د وزیر محمداکبرخان په روغتون کې د خپلو پښو له عملیات وروسته یې دغه مرکز ته مراجعه کړې ده.

هغه زیاتوي، پښې یې نه هوارېدې، اوس یې وضعیت ښه دی او دغه مرکز ته یې مراجعه کړې څو خپلو پښو ته قالب جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد مرکز له خدمتونو خوښ او راضي دی، اوس یې پښې د تېر وخت په پرتله ښې دي او هوارېږي.

بلخوا، په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د فزیکي بیاځواکمنتیا مرکز د مصنوعي غړو د تولید برخې مسوول امیرجان احمدزي هم وویل چې دلته هر ډول ناروغان مراجعه کوي او خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه: «کله چې معلول موږ ته مراجعه کوي، وروسته له معاینې تصمیم نیول کېږي چې ورته څه جوړ شي او څه ډول خدمات ورته وړاندې شي، موږ ته چې هر څومره ناروغان مراجعه وکړي، ورته مصنوعي غړي جوړولای شو، کوم محدودیت شتون نه لري.»

د مسوولینو په وینا، یاد مرکز ته د معلولینو مراجعه ټاکلی وخت نه لري، هر کله چې کوم نفر له ستونزې سره مخ کېږي، دغه مرکز ته مراجعه کولای شي او خدمات ورته وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د سره صلیب روغتون رییس نجم‌الدین حلال پژواک خبري اژانس ته ویلي چې هر کال په هېواد کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په اوو مرکزونو کې ۱۶ تر ۱۸ زره نوي معلولین ثبت شوي او خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

هغه څرګنده کړه چې یاد روغتون د تاسیس په لومړيو کلونو کې یوازې د جګړې معلولین منل خو څه موده پس پرېکړه وشوه څو ټول هغه معلولین چې د لاسونو، پښو، څټ او نورو غړو ستونزې لري، ومنل شي او خدمتونه ورته وړاندې شي.

د یادونې ده چې نن (د ډسمبر درېیمه) د معلولینو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمعې په ۱۹۹۲ کال کې یاده ورځ د بېلابېلو معلولیتونو اړوندو مسئلو او په ټولو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي خواوو کې د معلول کسانو د پیوستون په موخه د معلولینو د ورځې په نوم ونوموله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.