Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لومړي ځل د پکتيکا په مرکزي زندان کې د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانيستل شو

ښرنه (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د پکتيکا د مرکزي زندان مسوولين وايي چې په لومړي ځل یې په دغه زندان کې د بندیانو لپاره د حرفوي زده‌کړو مرکز جوړ کړی دی.

د مسوولينو په وينا، ياد زندان کې دا مهال ۱۸۰ کسان بندیان دي.

د پکتيکا د زندان امر ملا حکمت‌الله خطاب پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې يې بندیانو ته د عصري او ديني زده‌کړو زمينه هم برابره کړې وه.

هغه وويل، اوس یې د تخنيکي زده‌کړو امريت په مرسته د لومړي ځل لپاره زندانیانو ته د حرفوي زده کړو مرکز هم جوړ کړ.

نوموړي وويل: «موږ چې نن دغه مرکز پرانيست، د موټرسايکل جوړولو زده‌کړې پکې ورکول کېږي، دا چې درېیو مياشتو کې دغه زده‌کړې خلاصې شوې، بيا به د تخنيکي زده‌کړو اداره راته بله برخه چې زندانيان ورسره دلچسپي ‌ولري‌ هغه فعال کړي.»

دغه‌راز، د پکتيکا د مسلکي او تخنيکي زده‌کړو ادارې امر حضرت‌ګل محمدي وويل چې په راتلونکو ورځو کې به زندانيانو ته د فلزکارۍ، سولري برق او ځينو نورو برخو کې هم زده‌کړې پيل کړي.

بل لور ته، زندانیان هم د دغه مرکز پرانیستل کېدو ته خوښ دي.

یوه زنداني علي‌احمد پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې په زندان کې د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره وه خو ډېرو زندانيانو يادې زده‌کړې نه شوای کولای.

هغه زياته کړه: «اوس چې دا کار را باندې زده کوي دا ډېره ښه ده ځکه که موږ له بنده خلاص شو بيا به يو کار کوو او له جرمونو به راوګرځو.»

يو بل زنداني نظرخان هم د یاد مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې تر ازادېدو وروسته به د یوه کسب خاوند وي او خپلې کورنۍ ته به حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د نورو ولايتونو په زندانونو کې د حرفوي زده کړو دا ډول مرکزونه پرانيستل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.