Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغېس کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی

قلعه‌نو (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د بادغېس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بادغېس د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د بزبای په سیمه کې شوې ده.

سرچينې لیکلي: «د ټولګټو چارو رياست بيلدوزر موټر په ياده سېمه کې په سړک جوړونې بوخت وو او په بې خبره حالت کې شاته راغلى او يو تن د يادې سيمې اوسيدونکى چې يوه ښځه او يو ماشوم يې په موټرسایکل ورسره سپاره وو، تر بېلدوزر موټر لاندې شوي چې له بده مرغه موټرسايکل چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړى.»

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې ښځې او ماشوم ته په دغه پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی او دغه‌راز د بېلدوز ډرېور د امنیتي ځواکونو له لوري نيول شوى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.