فیضاباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ځايي خلک په خپل شخصي لګښت د برېښنا یو کوچنی بند جوړوي.
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې د برېښنا دغه بند د ۴،۲ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ د سنګان کلي د خلکو له لوري جوړیږي.
د یاد کلي یو استازی ملا فيروزالدین صمدي وايي چې د برېښنا دغه کوچنی بند د ۳۵۰ مترمکعب حجم په درلودو د دې ولسوالۍ په «پشکان دره» کې جوړیږي چې د اوبو د کچې لوړېدو او بارانونو پر مهال به یې د برېښنا د تولید ظرفیت له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کیلوواټو ته رسېږي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې په بشپړېدو به د یاد کلي شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ او شپږ جوماتونه برېښنا ته لاسرسی ومومي.
هغه وویل، پر دې سربېره چې خلک به برېښنا ته لاسرسی ولري، د وتو، ابګرمي او کالیو مینځلو ماشین استفاده هم ترې کولای شي.
د نوموړي په خبره، د دغه بند جوړولو د لګښت پیسې به په درېیو قسطونو کې له ځایي خلکو راټولې او قراردادي شرکت ته به ورکړل شي.
هغه د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په اشاره له حکومتي مسوولینو وغوښتل څو د دې پروژې د ژر بشپړېدو او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو برخو کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري د سیمې په ابادۍ کې د خلکو د ونډې له اخیستو د هرکلي ترڅنګ وویل، سیمهییزه اداره د زېربناوو په رغونه او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو کې ژمنه ده او مسوولینو تل د زېربناوو جوړولو برخه کې هڅه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې حکومتي مسوولین به خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې خپله هیڅ ډول همکاری ونهسپموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP