کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټاچونې چارې بشپړې شوې او تر راتلونکو شلو ورځو به د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي
د یادونې ده، د روان کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې د سالنګ لویه لار په درېیو برخو کې د بیارغونې له امله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. په همدې حال کې، کوچني مسافروړونکي موټر کولای شي ۲۴ ساعته پر دغه مسیر تګ راتګ وکړي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال د پلان مطابق پیل کړی و، چې دا مهال يې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنخ د نښلوونکو فاصلو د کانکريټ اچونې کارونه بشپړ کړي دي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.»
سرچينې لیکلي: «د دې لویې لارې د ګانکریټي برخو کار په درېیو طبقو کې ترسره شوی دی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲ سانتي متره، د دوېیمې طبقې د سيټيبي ضخامت ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵ سانتي مترو پورې رسیږي.»
یاد وزارت لیکلي، د یادې لویې لارې هغه برخې چې د کانکریټاچونې چارې یې بشپړې شوې، د کانکریټ د وچېدو لپاره یې ۲۰ نورو ورځو ته اړتیا ده او د مرغومې له څلورمې نېټې به د هر ډول مسافروړونکو او باروړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغهراز، د دوشي – خنجان مسیر د شاوخوا ۵ کیلومتره سړک د اسفالټ اچونې کار د بشپړېدو په حال کې دی او د پاتې برخو کار یې هم په چټکۍ سره روان دی.
د یادونې ده چې د ټولګټو وزارت تیر کال د تونل او ۱۶ مې ګالرۍ په ګډون د یو شمېر نورو برخو کار بشپړ کړی و.