Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ البرز ولسوالۍ یو شمېر خلک د څښاک اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د دې ستونزې د هواري غوښتونکي دي.

البرز چې یوه غرنۍ ولسوالي ده د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښار څخه ۸۵ کیلومتره واتڼ لري او د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته د چمتال ولسوالۍ څخه بېله او د یوې نوې ولسوالۍ په توګه اعلان شوه.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ او پاکو اوبو نشتوالي له امله اړ دي څو کیلومتره مزل وکړي او د څښاک لپاره له ډنډونو اوبه راوړي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه‌ییز چارواکي هم دا ستونزه تاییدوي او پر هواري یې ټینګار کوي.

د البرز ولسوالۍ د چقناق کلي اوسېدونکي ۵۲ کلن محمداسحق پژواک ته وویل چې د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، په دغه کلي کې د اوبو ځیني ډنډونه دي چې هلته په کې د باران اوبه ذخیره کوي او بیا د څښاک لپاره ترې استفاده کوي.

نوموړی وایي: «کلي کې ډنډونه دي، خاورې خځلې څه چې ان په کې حیوانات لوېږي خو چاره نه لرو، همدا اوبه څښو چې له امله یې د کلي خلک له روغتیایي ستونزو سره هم مخ دي.»

محمداسحق له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د یادې ولسوالۍ غرملی کلي اوسېدونکی عبدالقدوس هم شکایت کوي چې د دې ولسوالۍ ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ان ځیني خلک له څو کیلومتره لرې لارې پر خرو او اسونو د څښاک اوبه راوړي.

عبدالقدوس دغه راز په دې ولسوالۍ کې د سړک خرابوالي او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی له عمده ستونزو ګڼي خو زیاتوي چې حکومت باید د اوبو نشتوالي ستونزې ته لومړیتوب ورکړي.

د دې ولسوالۍ قزل قدق کلي اوسېدونکی محمدنعیم هم وایي چې دوی هر کال د اوړي په موسم کې د دغه کلې بېلابېلو برخو کې ډنډونه جوړوي، څو د باران او واورې اوبه په کې ذخیره کړي.

محمدنعیم دغه راز وايي چې د بلخ ولایت په نورو ولسوالیو کې د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړې شوې خو دوی ته پاملرنه نه ده شوې.

هغه له حکومته د دې ستونزې هوارولو غوښتنه وکړه.

بلخوا، د البرز ولسوال سیف‌الله متعصم هم د خلکو یاده ستونزه مني او زیاتوي چې د خلکو د ستونزو هواري په موخه دغې ولسوالۍ کې درې چک‌ډیمونه جوړ شوي دي.

نوموړی وایي: «د البرز ۱۵۵ کليو کې شاوخوا ۷۵ زره کسان ژوند کوي چې ۹۵ سلنه خلک یې د اوبو ستونزه لري او د باران له اوبو څخه د څښاک لپاره استفاده کوي.»

ورته مهال، د بلخ ولایت مقام مرستیال نورالهادي ابو ادریس هم د البرز ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت هڅه کوي هغه سیمې چې پخوا جنګ ځپلې وې، خلکو ته یې خدمات ورسوي او ژر به دغه ستونزه هم حل کړي.

د یادونې ده، د البرز ترڅنګ د بلخ په یو شمېر نورو ولسواليو (چهاربولک، چاهي، چمتال، دولت‌اباد، چهارکنت، شولګره، مارمل او ځینو نورو) کې هم یو شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.