Language

عزیزي په ترکیه کې مېشتو افغان سوادګرو ته هېواد ته د ستنېدو بلنه ورکړې

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په ترکیه کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، د ا.ا مشرتابه دوی ته «د اقتصادي مجاهدینو» په سترګه ګوري او ترې غوښتي یې دي چې بېرته هېواد ته ستانه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي په ترکیه د مېشتو افغان سوداګرو او خصوصي سکټور د ستونزو هواري په موخه هلته د افغان سوداګرو او پانګه‌والو ټولنې له مشر احسان‌الله کامه‌وال سره وکتل.

عزیزي په دې ليدنه کې ویلي: «اداري فساد او په اداراتو کې د کاغذپرانۍ پروسه له منځه تللې او په ټول افغانستان کې امنیت تینګ شوی چې تاسو کولای شئ ان د چین تر پولې چې نږدې شل کیلومتره سړک یې جوړ شوی، پرته له اندېښنې سفر وکړئ او هلته سوداګري او پانګونه وکړئ.»

هغه دغه راز زیاته کړې، په لومړیو میاشتو کې ځينې ستونزې وې خو اوس د اسلامي امارت د ټولو کارکوونکو معاشونه له بهرنیو مرستو پرته له کورنیو عوایدو ورکول کېږي.

هغه سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه دوی ته د «اقتصادي مجاهدینو» په توګه ګوري او له ده یې غوښتې څو افغان سوداګرو ته هېواد ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.