Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې له څلورو روغتيايي مرکزونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه

ګردېز (پژواک، ۱۵ لېندی ۱۴۰۳): د پکتيا عامې روغتيا رياست وايي چې د حوزوي روغتون په ګډون له څلورو روغتیایي مرکزونو سره د ۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.

د پکتيا عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج‌ګل عادل د يادو وسايلو د تسليمۍ په مراسمو کې وويل چې د «پاملرنې» موسسې له خوا د حوزوي روغتون په ګډون د زرمت روغتون، د سيدکرم او جانيخېلو کلينیکونو سره د طبي وسایلو مرسته وشوه.

هغه وويل چې له يادو وسايلو سره به تر يوه بريده په يادو روغتيايي مرکزونو کې درملنې برخه کې ستونزې راکمې شي.

هغه وويل: «نن پاملرنې موسسې د ۷۱ زره او ۳۰۰ ډالرو په ارزښت طبي وسايل موږ ته وسپارل، په دې کې يو انسلاټور چې ۲۵ زره ډالره قيمت يې لره او همداشان سرنج پمپ او ايمپيژن پمپ شامل دي چې دا خاص کار د ماشومانو برخې لپاره ډېر مهم دي او نور وسايل هم په کې شته دي.»

بل لورته بيا د پکتيا حوزوي روغتون کې د ناروغانو يو شمېر پايوازان د امکاناتو له کموالي شکايت کوي.

په دغه روغتون کې د یوه ناروغ پایواز بسم‌الله پژواک ته وويل چې په حوزوي روغتون کې درمل کم دي او همداشان د سيټي سکن او اکسرې ماشين د نشتون له امله خلک اړ دي چې کابل او يا هم شخصي روغتونو ته ولاړ شي.

هغه له مسولينو وغوښتل چې حوزوي روغتون کې دې د هر راز ناروغانو درملنې لپاره امکانات برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پکتیا یو شمېر اوسېدونکو په روغتیايي مرکزونو کې درملو او نورو وسایلو له کموالي شکایتونه کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.