Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه کندهار او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پيلوي
ارشیف

کندهار (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د کندهار ولایت مقام وایي چې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه ولایت او هلمند کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه پیلوي.

د کندهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د درېیو ادارو د خوراک او کرني نړۍوال سازمان  «FAO»، د کډوالۍ نړۍوال سازمان «IOM» او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام «UNDP»  استازو تېره ورځ د دغه ولایت له والي ملا شیرین اخوند سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د یادو درېیو ادارو په ملاتړ په کندهار او هلمند ولایتونو کي د کوکنارو کښت بدیل پروژه په راتلونکي ۲۰۲۵ میلادي کال کي پيلیږي.

د کندهار ولایت مقام لیکلي، په دغه پروژه کي له بزګرانو سره د تخمونو او نورو اړینو توکو مرسته کول، د شنو خونو جوړول، بې‌وزله کورنیو ته وزې او چرګان او حیواناتو خوراکي توکي ورکول، د بزګرانو او باغ لرونکو ملاتړ، د دوی روزنه او ورته باغونه جوړول، حاصلاتو ته بازارموندنه، د اقلیمي بدلونونو او بې‌ځایه شوو افغان کورنیو وړتیا لوړول، د چک‌ډېمونه جوړول او نور شامل دي.

د کندهار والي ملا شیرین اخوند په دغه لیدنه کې ویلي، په ټول هېواد کي د نشه‌يي توکو پر کښت او قاچاق بندیز لګول شوی او هیچاته اجازه نشته چې سرغړونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، بزګرانو د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کي ډېرې اړتیاوې درلودې چي د همدې پروژې په پيلېدو سره به نورو کښتونو ته مخه کړې او اړتیاوې به یې پوره شي.

هغه د یادې پروژې د پلې کېدو په برخه کي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.